افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د ايران د بشري مرستو دويمه جوپه بلخ ته رسېدلېاو د دغه ولایت ځايي چارواکو ته وسپارل شوه. په مزارشريف کې د ايران کونسل حميد رضا احمدي وايي، په دغو مرستو کې درمل، غالۍ، کمپلې، بسترې، خوراکي توکي، خيمې او نور توکي شامل دي. له سېلاب ځپلو سره د ایران د بشري مرستو لومړۍ الوتکه د پنجشنبې په ورځ د په مزارشریف کې ځايي چارواکو ته سپارل شوې وه. دا په داسې حال کې ده چې، په تېرو څو اونیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له وروستیو بارانونو او سېلابونو راوتلو وروسته سلګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
































