له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په دوام د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پرون د ۱۹ بندیانو په ګډون ۵۵۹ تنه افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي. دغه وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې دغه کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه شوي. یاد وزارت د سپین بولدک او د تورخم سرحدي امریتونو په حواله لیکلي؛ ۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷۰ تنو ته رسیږي د سپین بولدک له لارې او ۳۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۰ تنو ته رسیږي د تورخم له لارې افغانستانته راستنې کړل شوې. په یادو تازه راستنو کړل شویو کډوالو کې ۱۹ تنه هغه افغانان هم شامل دي چې د پاکستان په بېلابېلو بندخونو کې بندیان وو.
































