د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې یوې مېرمنې د لاسي صنایعو ورکشاپ په جوړولو سره څه باندې ۶۰ بېوزله ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده. هغې مېرمنې چې په یادو کارخونو کې د کار زمینه ورته برابره شوې، هیله څرګندوي چې د دغو کارګاوو کاروبار وغوړېږي څو د معاش لوړېدو ترڅنګ یې نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره شي. د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د سوداګرو ښځو ملاتړ کوي. د مسوولینو په خبره دا مهال د دغه ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې زر تنه مېرمنې په دغه ولایت کې په سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي.
































