د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال د دې ولایت په کامې، ګوشتې، بټي کوټ او لعلپورې ولسواليو کې پر ۲۲۴۰ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ۸۳ زره او ۸۰۰ مټریک ټنه حاصل ورکړي. د کرنې رییس محمد ولي محسن وايي؛ که څه هم سږ کال وروستیو طبيعي پېښو د بزګرانو فصلونو ته زیان اړولی، خو بیا هم د هندواڼو حاصلات د تېر په پرتله زیات دي. هغه زیاته کړه؛ تېر کال په شېرزادو، بهسودو، کامې، ګوشتې، لعلپورې، بټي کوټ او کوز کونړ ولسوالیو کې پر ۱۹۶۵ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوې وې، چې ۷۳ زره او ۴۸۷ مټریک ټنه حاصل یې ورکړی و.
































