د رسنیو د راپورونو له مخې د اسراییلو ولسمشر له محمد بن زاید آل نهان غوښتي چې د اړیکو د ښه کولو په درشل کې اسراییلو ته لاړ شي او دغه هېواد به یې تود هرکلی وکړي. بلخوا د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي هیله لري چې ژر تر ژره د ریاض او اسراییلو ترمنځ منظم پروازونه پيل شي او په سیمه کې ثبات راشي. اماراتو او اسراییلو د اړیکو د عادي کولو ژمنه کړې ده او دې مسئلې په منځني ختیځ کې سخت غبرګونونه پارولي دي. ایران او ترکیه هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر پر دې توافق غوسه دي.
































