د کندوز د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د نږدې ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو د بیا رغوني او پراختیا ریاست د برنامو امر عبدالحکیم امین ویلي، چې د چهاردرې ولسوالۍ اړوند په قریه یتیم کولابي کلي کې د دانیدا موسسې په مالي ملاتړ د ۱۹۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت په سولري سیسټم سمبال د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په دغه پروژه کې د ۲۰ متره مکعب په وړتیا د اوبو ذېرمې جوړول، ۱۰۸ نل لیکو نښلول، ۹ تختې سولر لګول، ۱۰۰ مترو په اوږدوالي د ژورې څاه کیندل او د ۵ زره ۲۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپ لاین غځول شامل دي. د یادې شبکې پرمټ د سیمې ۲۶۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
































