د سرپرست حکومت چارواکي وایي، چې د واخان له لارې د چین او افغانستان نښلولو ته ژمن دي. د سرپرست حکومت اداري مرستیال په بدخشان کې په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د واخان لارې د جوړېدو چارې چټکوي. د حنفي په خبره، د ورېښمو لاره به بیا جوړوي او افغانستان به له چین سره ونښلوي؛ ترڅو د ګاونډي هېواد له ټینکالوژي او پرمختګونو ګټه واخلي. نوموړي ویلي، سرپرست حکومت د انرژۍ په برخه کې هڅه کوي چې له داخلي سرچینو کار واخلي او په دې برخه کې هم په پښو ودریږي. د یادولو وړ ده چې د واخان دهلیز د بدخشان په پامیر غرونو کې موقعیت لري او له شمال ختیځ څخه افغانستان له چین، تاجکستان او پاکستان سره نښلوي.
































