ایرو ایشیا رېویو نشریه لیکي سره له دې چې د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده، د طالبانو ډېر شمېر بندیان خوشي شوي دي خو بیا هم طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی او سختو جګړو ته یې ادامه ورکړې ده. د سرچینې په خبره د طالبانو لوړه شمېره بندیان خوشي شوي دي نو ځکه دغه ډلې ته په کار وه چې یو څه اوربند ته نږدې شوي وای او جګړه یې کمه کړې وی. نشریه وایي له دې ښکاري چې په دې مسئله کې ځينې هېوادونه د طالبانو ملاتړ کوي او دغه ډله ددوی په ملاتړ په افغانستان کې د سولې پر ځای جګړې ته ادامه ورکوي. خو طالبان بیا وایي تر هغه یې چې ټول بندیان خوشي نه شي، مخامخ خبرو ته نه حاضریږي او پر اوربند به هم په بین الافغاني خبرو کې بحثونه وشي.
































