د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وایي، هڅه کوي چې د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړي. نورالدین عزیزي ټینګار کوي چې ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې په ازبکستان کې یو نندارتون جوړ شي چې، نږدې ۲۵۰ افغان سوداګر به هم پهکې ګډون وکړي. نوموړی وایي چې په قزاقستان او روسیه کې به هم نور نندارتونونه جوړ شي. عزیزي وایي چې تاتارستان ته یې د سفر په لړ کې د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره کتلي او په بېلابېلو برخو کې یې د دغه هېواد د پانګونو په تړاو له هغې ډلې کابل ته له بېلابېلو بندونو د اوبو د لېږد، د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې او سوداګریزو ستونزو د حل په تړاو خبرې کړې دي.
































