د قطر د نړیوالو همکاریو وزیرې لولوه بن راشد الخاطر د سویډن د نړیوالې پراختیا او بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر یوهان فورسیل سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي. د قطر دې چارواکې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دواړو خواوو د افغانستان، غزې او اوکراین په اړه بحثونه کړي. دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې ملګري ملتونه په پام کې لري چې د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د لوړې کچې غونډه جوړه کړي. په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.
































