د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف وايي، د ورځې ۲۲زرو کسانو ته په سېلاب ځپلو سیمو کې پاکې اوبه رسوي. یونیسف ویلي، چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو د اوبو رسولو ګڼې شبکې له منځه یوړلې چې ورسره ګڼې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو، پخلي او ځان مینځلو لپاره له اوبو بې برخې شول. سېلابونو د افغانستان په ګڼو ولایتونو له هغې ډلې بغلان، غور او فاریاب کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې او لسګونه زره کسان یې اغېزمن کړي چې یوه لویه برخه له دې خلکو د څښاک پاکو اوبو او کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.
































