د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د غزني د قره باغ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړی، چې د زردالو بند تخنیکي مطالعات به په نږدې راتلونکي کې پیل او عملي چارې به یې هم په راتلونکي کې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره ترسره شي. د زردالو بند چې د قره باغ ولسوالۍ په لويديځ کې موقعيت لري له مهمو پروژو څخه ده چې په جوړيدو سره يې سلګونه هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبيږي او د شاوخوا کليو په لسګونو کاريزونه چې ټول يې وچ شوي دي بيا له اوبو څخه ډکېږي.
































