د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ او لوړو زدهکړو وزارتونو ترمنځ څلور بېلا بېل هوکړه لیکونه نن د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د سرپرست او د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین حافظ محمد حامد حسیب ترمنځ لاسلیک شول. د یادو هوکړه لیکونو له مخې به د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو، خصوصي محصلانو چارو، د استاداتو د تقرر او علمي ترفېعاتو او د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاستونو لپاره عصري سیسټمونه جوړېږي. د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیک پرمهال د سیسټمونو جوړولو او د ډیجیټل حکومتولۍ په برخه کې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت له کړنو خوښي څرګنده او زیاته یې کړه، چې له یاد وزارت سره د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیکولو او پلي کولو وروسته به د نوموړو برخو په کارونو کې لا نوره روڼتیا، اسانتیا او چټکتیا رامنځته شي.
































