د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په یوې خبرپاڼه کې د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، بغلان او پنجشېر ولایتونو کې د نسبتاً تېز باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راتلو اټکل کړی دی. دغه ریاست همدرانګه ویلي چې د سالنګونو په ګډون، د هېواد شمالي، لوېدیځ، سوېلي، ختیځ او مرکزي ولایتونه به هم د تېزو بادونو شاهد وي.
































