د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د رئیس شي جين پينګ په مشرۍ د مې په ۲۷مې نېټې غونډه ترسره کړې ده.
په دغې غونډې کې څو مسئلې (( په نوې زمانې کې د مرکزي سيمو د سمسورتيا د هڅولو څو تدبيرونه)) او (( د پولي خطرونو د مخنيوي او هوارۍ د مسوليت پرېکړه)) څېړل شوې دي.































