د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وايي، په افغانستان کې د پشپړ امنیت په راتګ سره د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده. نورالدین عزیزي وايي، د روسیې او اسلامي نړۍ ۱۵مه نړۍواله اقتصادي ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده. عزیزي زیاتوي، چې په نړۍوالو بازارونو کې د افغاني تولیداتو لپاره د بازار موندنې په موخه ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په روسیه، ازبکستان او قزاقستان کې نندارتون جوړ شي. نوموړی همدارنګه وايي، چې سرپرست حکومت هڅه کوي، څو په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
































