د وسله والو طالبانو له لوري د خپلواکۍ اخیستو د ۱۰۱مې کلیزې په تړاو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دوی د یوویشتمې پېړۍ ښکېلاګر دې ته اړ کړل چې د افغانانو ازادۍ ته درناوی وکړي او طالبان بریا ته نږدې شوي دي. طالبانو د سیمې له هېوادونو غوښتي چې له دوی سره د افغانستان د سولې په راتګ او ثبات کې همکاري وکړي. په اعلامیه کې راغلي که افغانستان ته ثبات راشي د ټولې سیمې له پرمختګ او ودې سره به مرسته وکړي. طالبان داسې مهال دغه اعلامیه خپروي چې نړیوالې رسنۍ دغه ډله د تاوتریخوالي پر ډېرولو او د جګړو په دوام تورنوي. طالبان بیا وایي چې افغان حکومت په لوی لاس د سولې په لار کې خنډونه جوړوي او دا کار یې د جګړې ددوام سبب دی.
































