د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه د کډوالو د راستنېدو په دوام تېره ورځ په تازه راستانه شویو کډوالو کې ۲۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې پرون له دوه زره ډېر افغان کډوال له ایرانه راستانه شول. دغه وزارت وايي، تېره ورځ ۲۸۵۹ تنه افغان کډوال په جبري توګه او خپله خوښه د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شول. د کډوالو د وزارت د معلوماتو له مخې، په یادو کډوالو کې ۲۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو چې، د کورنیو د موندولو په موخه یې د وار چایلد ادارې ته سپارلي دي. همدارنګه د کډوالو وزارت وايي، چې پرون ۶۲۲ تنه کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.
































