هلمند کې د لښکرګاه ښاروالي مسوولینو ویلي، چې روان کال کې به د مرکز لښکرګاه ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ پروژې پلې کړي. د لښکرګاه ښاروالي د عامه اړیکو مسوول محمدابشار ویلي، چې یادې پروژې د ښار په اتو ناحیو کې پلي کېږي او ۸۶ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې شي چې د ښاروالي له پراختیايي بودجې څخه ورکول کېږي. ابشار همدارانګه زیاته کړه چې دې پروژو کې د پاکو اوبو رسونې شبکو جوړول او د زړو پارکونو بیاغونه هم شامل دي.
































