د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د ازادۍ اخیستل د افغانانو د نیکونو د سرښندنې نمونه ده او ورباندې ویاړي. دده په خبره په همدې سره ددې هيلې ډېرې شوې دي چې د افغانستان ۴۲ کلنه جګړه د خبرو او مذاکراتو پر مټ پای ته ورسول شي. دده په وینا دوی هڅه کوي د سولې بین الافغاني خبرې ژر پيل شي او په دې توګه په هېواد کې یو دایمي ثبات او سوله راوستل شي. ددې تر څنګ ګڼو سیاسي څېرو او د بهرنیو هېوادونو سفیرانو هم د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت پيغامونه خپاره کړي او افغانانو ته یې ددې ورځې مبارکي ویلې ده.
































