لغمان کې د یو کور د دېوال راغورځېدو له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د لغمان د والي ویاند عبدالمالک افغان ویلي، پېښه تېره شپه د دغه ولایت مرکز اړوند سلطان غازي بابا ښار ګوټي ته څېرمه شوې چې پکې د یوې کورنۍ ۳ تنه مړه او ۴ نور ژوبل شوي دي. افغان زیاتوي، په مړه شویو کې خاوند، مېرمن او یو ماشوم شامل دي او ژوبل شوي کسان ولایتي روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.
































