د میدان وردګو ولایت په لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ذخیروي بند د رغولو چارې پيل شوې. یاد بند د ۵۰ متره اوږدوالي او ۱۶ متره لوړوالي په لرلو سره د شاوخوا دوه میلیونه متر مکعبه اوبو د ذخیرې وړتیا لري، چې د کرنیزو ځمکو په خړوبولو کې به ورنه کار واخیستل شي. د مسوولینو په خبره دغه بند د خلکو په مالي مرسته جوړېږي او د کرنیزو ځمکو په خړوبولو کې به مهم رول ولوبوي.
































