د کانونو او پټرولیم وزارت د بامیانو د یکاولنګ ولسوالي د «ګنده کوتل» سیمې د ۲۰زره ټنه جستو تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک کړ. دغه تړون چې ارزښت یې اووه میلیونه او ۸۰۰زره ډالرو ته رسېږي، نن د کانونو او پټرولیم وزارت او د یاد شرکت د استازي ترمنځ لاسلیک شو. په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وویل چې ګټونکي شرکت یو ټن جست په ۳۹۰ ډالره اخیستې دي. په دې داوطلبۍ کې۳۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو کډون کړی وو چې له ډلې یې کورنۍ شرکت ګټونکی شو. د ګټونکي شرکت مسوولین له سرپرست حکومت غواړي چې هېواد کې د کاني موادو پروسس کارخونې رامنځته کولو لپاره دې ورته برښنا برابره کړي.
































