د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د قطر د بهرنیو چارو وزارت له استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي. د مالوماتو له مخې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر تحولاتو او هغه هېواد کې سولې او ثبات ته د رسېدو په هدف په نړیوالو ګډو هڅو خبرې کړې دي. دغه لیدنه داسې مهال شوې چې ټاکل شوې یوه میاشت وروسته قطر د افغانستان په اړه د یوې بلې غونډې کوربه وي. په دې غونډه کې د سرپرست حکومت چارواکو ته هم بلنه ورکړل شوې ده. د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي پرون دغې غونډه کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې، خو ویلې یې دي، په تمه دي چې ملګري ملتونه ورسره د غونډې ټول جزییات شریک کړي.
































