د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د مې په ۲۸مې نېټې له المان څخه د سفر په ترڅ کې په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې هېواد یې وضعيت ته په کتو چمتوالی نيسي، چې فلسطين په رسميت وپېژني. نوموړي ويلي، په غزې کې باید ډېر ژر اوربند وشي او اسرائيلي ځواکونه باید پر رفح ښارګوټي بريدونه پای ته ورسوي. د یادولو وړ ده، چې ناروې، هاسپانيې او ايرلنډ فلسطين په رسميت پېژندلی دی.
































