په کندوز ولایت کې یو پانګوال د ۴۰۰ زره ډالرو په ارزښت د اکسېجن د تولید یوه کارخونه جوړه کړې ده. د دغې تولیدي کارخونې مسوول وايي، د اکسېجن د تولید دا کارخونه په ورځني ډول، نږدې ۵۰۰ بالونه اکسېجن تولیدوي. نوموړی له ټولو پانګوالو غواړي، چې د هېواد د هوساینې او پرمختګ په موخه، په کور دننه پانګونه وکړي. د یادې کارخونې په جوړېدو سره د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې. دوی له خپل کاروباره د خوښۍ تر څنګ له نورو پانګوالو هم غوښتنه کوي، چې په کور دننه پانګونه وکړي، تر څو نورو هېوادوالو ته هم د کار زمینه برابره شي. په ورته مهال سیمه ییز چارواکي یو ځل بیا له سوداګرو خپل ملاتړ څرګندوي او زیاتوي، چې اوس د پانګوالو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
































