په سردار محمد داوود خان روغتون کې د لومړي ځل لپاره د زړه د جراحۍ څانګه پرانیستل شوه. دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه څانګه د یو میلیون او دوه سوه زره ډالرو په ارزښت په عصري طبي وسایلو او تجهیزاتو سمباله ده. د ملي دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال محمد قاسم فرید د دې څانګې د پرانیستې په مراسمو کې د دغه وزارت د مشرتابه پلاوي او ډاکټرانو هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې شته ستونزو ته به يې رسیدګي وشي.
































