عدلیې وزارت وايي، تېر کال کې د ځمکو له غصبه د مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون له لوري په هېواد کې څه باندې ۱۸ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه تثبیت شوې ده. د دغه وزارت ویاند وایي، تر اوسه له دغې ۱۸ میلیونه جریبه ځمکې چې ډېری یې په جوزجان، کندهار او کندز ولایتونو کې ده، شاوخوا ۲ میلیونه جریبه یې بېرته راګرځول شوې ده. د عدلیې وزارت د شمېرو لمخې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو د کمیسیون د چارو له پیل راهیسې تر اوسه د یاد کمیسیون له لوري ۲۶ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه تثبیت شوې چې له ډلې یې دوه میلیونه او ۷۲۶ زره جریبه غصب شوې ځمکه بیرته راګرځول شوې ده.
































