په هند کې د یوه بس د چپه کېدو له امله ۲۱ تنه مړه شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه بس چې د شیوا خوري معبد زیارت کوونکي یې لېږدول، پرون له ۴۵ مترو په اندازې یوه ژور ځای ته لوېدلی دی. په بس کې تر ۶۰ زیات مسافر سپاره وو چې زیاتره یې د اتراپردیش، راجستان او هریانا ایالتونو څخه وو.
































