د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، چې طالبان باید ځانونه له غلامۍ خلاص کړي. نوموړي دا څرګندونې نن د افغانستان د ازادۍ د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت وینا کې کړې دي. نوموړي په خپلو خبرو کې پر طالبانو غږ کړی دی چې دا ډله باید ځان د پردیو له اوامرو خلاص او په خپل هېواد کې په غرور او عزت ژوند وکړي څو د ګډ دښمن پر وړاندې په پوره قوت مبارزه او د افغانستان ازادي او استقلال د تل لپاره وساتل شي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې طالبانو بیا نن د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د یو بل ښکېلاک ماتولو ته نږدې شوي دي.
































