د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې هېواد یې د افغانستان ازادي او خپلواکي ته درناوی لري او دوی هیله لري چې افغانان په ازاده فضا کې هوسا ژوند ولري. نوموړي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت پیغام کې ویلي، امریکا په افغانستان کې د روانې ۴۰ کلنې جګړې پایته رسولو او په دغه هېواد کې یوه سیاسي جوړجاړي ته ژمنه ده او ډاډ ورکوي چې دا هېواد به بیا هیڅکله د امریکا او متحدینو لپاره یې په یو ګواښ بدل نه شي. پومپیو زیاته کړې، په دې تاریخي شیبو کې چې افغانان سره راټول شوي او د تلپاتې سولې لپاره هڅې کوي، ټول هېوادونه باید د یو خپلواک، متحد، ډیموکراټیک او پر ځان بسیا افغانستان لپاره خپلې ګډې هڅې دوه چنده کړي.
































