سږکال د جوزجان ولایت په غرنیو ولسوالیو کې په زیاته پیمانه للمي غنم کرل شوي، چې په حاصلاتو کې تېر ته په کتو ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې پرلهپسې ډېر موسمي ورښتونه او ښه اقلیم ددې لامل شوی، چې سږکال د تېرو کالونو په پرتله د للمي غنمو په حاصلاتو کې ډېروالی راشي. د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو توکو د ترویج مدیر مولوي عبدالجبار خطاب وایي، چې په ۱۴۰۳ کال کې کروندګرو په څه باندې ۲۳ زره هکټاره ځمکه باندې للمي غنم کرلي او په خبره یې، چې وروستیو ورښتونو د غنمو طبیعي افتونه له منځه وړي او هیله لري، چې ښه حاصلات به ترې تر لاسه کړي. د نوموړي په خبره، تېر کال په دغه ولایت کې پر ۱۵ زره هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي و او څه باندې ۴۰ زره ټنه غنم ترې لاسته راغلي و.؛ خو سږکال په ۲۳ زره هکټاره ځمکه للمي غنم کرل شوي، چې نږدې ۷۰ زره ټنه غنم ترې تر لاسه کېږي.
































