د قرغزستان د انرژۍ وزارت هغه پلان چمتو کړی چې له مخې یې دا هېواد او تاجکستان په راروان ۲۰۲۵م میلادي کال کې د افغانستان له لارې پاکستان ته برښنا صادروي. د منځنۍ آسیا ټایمز ویبپاڼې د راپور له مخې دا پلان تر ۲۰۳۵م کاله د قرغزستان د انرژۍ د ملي پروګرام یوه برخه ده. قرغزستان اټکل کوي چې د راروان کال په دوبي کې به د کاسا زر پروژې له لارې پاکستان ته ۱،۲۵ میلیارد کیلوواټه برښنا صادر کړي. کاسازر د افغانستان له لارې جنوبي آسیا ته د منځنۍ آسیا د برېښنا د لېږد پروژه ده. د روان کال په پیل کې قرغزستان له پاکستان او تاجکستان سره د دې پروژې د رغونې د بیاپیل په اړه یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.
































