د بلخ ولايت په شولګرې ولسوالۍ كې د يوې ترافيكي پېښې له امله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند محمد عيسى وثيق وايي، چې دغه پېښه پرون ماسپښين شاوخوا درې بجې د دغه ولايت د شولګرې ولسوالۍ د حسن علي په سيمه کې د دوو ګړنديو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د هغه په وينا، په دې پېښه کې پنځه تنه نور ټپيان شوي هم دي.
































