د ننګرهار د مهمندرې ولسوالۍ اړوند باسول سیمه کی نن سهار اووه نیمې بجې یوه کښتۍ چې مېرمنې او ماشومان هم په کې سپاره وو، سیند کې ډوبه شوې ده. د ننګرهار باختر اژانس ویلي، چې یادې کښتۍ کې ۲۵ تنه سپاره وو، چې ۲۰ تنو یې خپل ژوند بایللی او پنځه نور ژوندي ژغورل شوي دي. د مسوولینو په وینا تر دا مهاله د پنځو تنو جسدونه پیدا شوي او د نورو جسدونو د موندلو هڅې دوام لري.
































