د ننګرهار د مهمندرې ولسوالۍ اړوند باسول سیمه کې د نن سهار ډوبې شوې کښتۍ له امله تر دې دمه د ۸ تنو جسدونه موندل شوي دي. د ننګرهار اطلاعاتو امر وايي، چې د مهمندرې روغتیایي کلنیک ته له دې پېښې ۱۱ ټپیان هم راوړل شوي، چې د نازک روغتیایي حالت له امله درې تنه د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي دي. د سرچینې په وینا د ډوبې شوې کښتۍ شاوخوا لس تنه لا هم نادرکه دي، چې د ژغورنې ټیمونه یې سیمه کې د لټون پر عملیاتو بوخت دي.
































