د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د کرکټ امریت تر چتر لاندې د هارډ بال اختریزي سیالۍ د دفاعي اتلانو د لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې. یادې سیالۍ چې د کوچني اختر په دویمه ورځ پیل شوې وې، ۱۴لوبډلو پکې ګډون کړی وو چې پای لوبه یې د شاخوږو دفاعي اتلانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه. د دفاعي اتلانولوبډلې د لوبې د پچې په ګټلو سره د شاخوږو لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه چې په ټاکلو ۱۶اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ، چې په مقابل کې دفاعي اتلانو لوبډلې یاد هدف د لوبې په وروستي آور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د دې لوبو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
































