د بدخشان د راغستان ولسوالۍ اوسېدونکو د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی او روغتیايي مرکز جوړ کړی. زده کوونکي ددغو ټولګیو جوړولو د زده کړو په برخه کې اغېزمن بولي او وایي پخوا یې د لمر وړانګو او یاهم باران لاندې یې زده کړې کولې. د راغستان ولسوال وايي په تېرو درېیو کلونو کې ددې ولسوالۍ اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت بنسټیز کارونه کړي دي. د دغه ښوونځي او روغتیايي مرکز جوړېدو سره د راغستان ولسوالۍ اړوند دهن شاله کلي اوسېدونکو ځینې ستونزې حل شوې دي. د بدخشان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، لاهم د دغه ولایت ۴۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نلري او زده کوونکي په کیږدیو او یاهم په ازاده فضا کې زده کړې کوي.
































