د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د پوهنې وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونیسف) له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د ۲۲ ښوونځيو ودانۍ بیارغول کېږي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب وايي، د پوهنې وزارت له لوري د ۱۳بابه ښوونځیو ودانۍ چې د تېرو جګړو او وروستیو اورښتونو له امله ویجاړ شوې، د پنځو میلیونه افغانیو په مالي لګښت د راتلونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې بیارغول کېږي. هغه همدارنګه زیاته کړه، د یونیسفله لوري ۹ بابه ښوونځيو ودانۍ د ۴۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د روان کال تر پایه پورې بیارغول کېږي.
































