د کندهار ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ارغستان ولسو الۍ کې د اوبو رسولو یوه سولري شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د مالوماتو له مخې دغه شبکه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د یونیسف دفتر په مالي مرسته د ارغستان ولسوالۍ په شناختي کلي کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده. په یاده شبکه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د ۷۱ شیردهنونو نښلول، د ۳۰ متر مکعب په وړتیا د اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د ۳۰ سولر تختو نښلول او د ۲۹۸۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي.
































