د روغتيا په ۷۷مه نړيواله غونډه کې د مې په ۳۱مه نېټه په رايګيرۍ سره د اوکراين د طبي مسئلې په اړه پرېکړه ليک تصويب شوی دی.
په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين مرستيال دايمي استازي شن جيان په دې اړه څرګنده کړه چې چين تل د اوکراين په مسئله کې پر عادلانه او عيني دريځ ټينګار لري، د مذاکراتو او سياسي حل هڅونه کوي او يوازينۍ موخه يې دا ده چې د اوربند او سوله ييزو مذاکراتو په پار اجماع وشي.
نوموړي دا هم ويلي، اړوندې خواوې دې صبر او زغم وساتي، د ماشومانو او ښځو په شمول د ټولو ولسي وګړيو خونديتوب او د طب په شمول بنسټيزې بشري اړتياوې يې تضمين کړي.































