ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې سېلاب ځپلي د اوږدې مودې لپاره مرستو ته اړتیا لري. د دوی په وینا، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو زیانونه درانه دي او سېلاب ځپلي د اوږدې مودې لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي پر خپله ټویټر پانه لیکلي چې، ګڼو ولایتونو ته د سېلاب ځپلو لپاره لومړنۍ مرستې لېږل شوې دي. په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنري وايي، وروستیو سېلابونو د ځاني تلفاتو تر څنګ خلکو ته نور زیانونه هم اړولي دي.
































