د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د دغه هېواد په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې نوم لیکنه وکړه. احمدي نژاد نن سهار د ایران کورنیو چارو په وزارت کې د ټاکنو په مرکزي دفتر کې له نوم لیکنې وروسته وویل چې «دا یوه نوې او ویاړلې دوره کېدای شي.» احمدي نژاد له ۱۳۸۴څخه تر ۱۳۹۲ پورې د ایران ولسمشر و. نوموړی په ۱۴۰۰ کال کې د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې شوی و. د ایران د مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې له امله د ایران ولسمشریزې ټاکنې ټاکل شوې له وخت وړاندې د روان کال د چنګاښ په اتمه ترسره شي.
































