د ایران د کډوالو ملي ادارې مشر عبدالله مبیني په ایران کې د کډوالو د تنظیم لپاره د څه دپاسه ۴۰ پلانونو د پلي کېدو خبر ورکړی. په دغو پلانونو کې د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو راټولول او ایستل، د پولو بندول، د ویزو په صادرولو کې سمونې او د بهرنیو وګړو ګمارل شامل دي. د ایران خبري اژانس (ایرنا) د ایران د کډوالو ملي ادارې د مشر په حواله خبر ورکړی چې دغه پلانونه به په یو وخت کې پلي شي. د هغو رسمي شمېرو له مخې چې د ایران د چارواکو له خوا خپرې شوې، تېر کال له قانوني اسنادو پرته یو میلیون او ۳۰۰ زره کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.
































