د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست لخوا په لومړي ځل د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو لپاره روزنتون جوړ شو. د یاد روزنتونو د پرانیستې پر مهال د دغه ولایت مسوولینو ویلي، چې په دې روزنتونو کې به هغه ماشومان استوګنه کوي، چې یتیمان او یا هم سرپرستان ونه لري. د ازوګان والي عنایت الله شجاع وايي، چې اوسمهال د ۲۰۰ ماشومانو لپاره د زده کړو او لیلې زمینه برابره شوې ده او تمه ده چې دا شمېر راتلونکو کلونو کې تر دې هم زیات شي. په یاد روزنتون کې شامل ماشومان خوښ دي، چې د زده کړو زمینه ورته برابره شوې او هم یې ټول لګښت سرپرست حکومت پر غاړه اخیستی دی.
































