امریکا وایي د افغانستان د سولې پروسه هیله بښونکې مرحلې ته رسېدلې ده. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې افغان سوله مهمې او هیله بښونکې مرحلې ته رسېدلې ده او دا تمه شته چې روانه څلوېښت کلنه جګړه ډېره ژر د خبرو له لارې ختمه کړل شي. نوموړي ویلي ددې وخت دی چې ژر تر ژره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت بین الافغاني خبرې پيل شي. خلیلزاد د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت په خپرو کړو پيغامونو کې دغه راز د ښکېلو لورو پر مشرانو غږ کړی چې افغانانو او د افغانستان ګټو ته لومړیتوب ورکړي او له تېرو تېروتنو عبرت واخلي. د خلیلزاد په خبره ددې وخت دی چې ټول اړخونه د افغانستان د سولې او امنیت لپاره رښتیني ګامونه اوچت کړي او په دې ټوګه په افغانستان کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسوي.
































