د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې د دغه شرکت عمومي اجرایوي رییس د “شینزین کلو” مېټرونو جوړولو چینايي کمپنۍ له استازي سره د ۲.۷ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د یو فاز او درې فازه مېټرونو د پېرلو تړون لاسلیک کړی. یاد شرکت زیاتوي، چې د دغې کمپنۍ مېټرونه د برېښنا له ټاکلو معیارونو سره سم جوړیږي او برېښنا شرکت به یې د شبکې اصلاح او نوې پراختیا برخو کې وکاروي. د یاد شرکت په وینا؛ د دغو مېټرونو له واردېدو څخه به وروسته د پېرېدونکو ډیری ستونزې حل او معیاري مېټرونه به په مناسبه بیه ترلاسه کړي.
































