د عامې روغتیا وزارت نن د هېواد په کچه په روان زېږدیز کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین د پيلېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد کمپاین يې د نړیوالو ادارو په ملاتړ پیل کړی او ټاکل شوې، چې د هېواد پر کچه به د دغه کمپاین په ترڅ کې شاوخوا ۱۱.۲ میلیونه له پنځو کلونو د کم عمر لرونکي ماشومان واکسین شي. په خبرپاڼه کې د عامې روغتیا وزارت د سرپرست نورجلال جلالي له قوله ویل شوي، چې د عامې روغتیا وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی، څو په ټول افغانستان کې د پولیو وحشي ویروس مخنیوی وکړي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست همدارنګه له دیني عالمانو، قومي مخور، والدینو او د ټولنې نورو بانفوذه وګړو څخه غوښتنه کړې، چې د وکسیناتورانو ملاتړ وکړي.
































