امریکا تازه هڅې پیل کړې دي چې پر ایران د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه بېرته را وګرځوي. دغه بندیزونه ډېری یې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي هوکړې له لاسلیک سره سم لرې کړل شوي وو. اوس د ملګرو ملتونو یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې مایک پمپیو د ملګرو ملتونو سازمان ته ورځي او هڅه کوي پر ایران د ملګرو ملتونو لرې کړل شوي بندیزونه ټول بېرته را وګرځوي. د سرچینې په خبره هغه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پنځلسو غړو سره هم وګوري او د ماشې میکانیزم شکایت به ورته وړاندې کړي. ديپلوماتان بیا وایي امریکا ځکه د ماشې میکانیزم نه شي کارولی چې د امنیت شورا ډېری غړي یې دغه اقدام غیر قانوني بولي او ښایي پر وړاندې یې ودرېږي.
































