د سمنګان ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۱۳۸ زره او ۴۳۳ ډالرو په ارزښت د څښاک اوبو د شپږو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دغه شبکې د (AHF) موسسې په مالي مرسته او د دغه ولایت د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ جوړې شوې دي.
































